ایکنا خبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ ،د لبنان دحزب الله ولسي غورځنګ دعمومی منشي مرستیال شیخ نعیم قاسم په یولړ څرګندونو کې وویل لبنان یو خپلواکه هیواد دی او ګوډاګیتوب نه مني .
شیخ نعیم قاسم دې ته په اشارې سره چې په لبنان کښې د شهید ورځ ته څو ورځې پاتې دي وویل دغه ورځ د مقاومت بیلګه ده، داسې مقاومت چې د صهیونیسټ رژیم تکبر ئې مات کړ او د سیمې څیره بدله شوه او نړیوال استکبار مجبوره شو په ډیرو وسلو سره د مقاومت له جبهې سره مقابله وکړي .
د لبنان د حزب الله د مشر مرستیال شیخ نعیم قاسم د لبنان د اطلاعاتو د وزیر جارج قرداحي د څرګندونو په خاطر د عربستان او د بیروت ترمینځ رامینځته شوي کړکیچ ته په اشارې سره وویل دا د سعودي عربستان رژيم دی چې دغه مشکل ئې رامینځته کړی دی او مونږ له سعودي عربستانه داغوښتنه لرو چې ریاض د لبنان په کورنیو چارو کښې له لاسوهنې ډډه وکړي .